د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي او د جرمني وزیر اعظمې د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړې


د افغانستان ولسمشر او د جرمني وزیر اعظمې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون په اړه خبرې وکړې.


د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې پر اساس، حامد کرزي او انګېلا مېرکل د افغانستان او جرمني د اړيکو د پراختيا پر لارو چارو دغه راز د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون په اړه هم ټليفوني خبرې وکړې.

اعلاميه وايي، ولسمشر کرزي د دې تړون په اړه د افغانستان دريځ بيان کړ.

ولسمشر حامد کرزي ويلي دغه تړون په هغه صورت کې لاسليکوي، چې امريکا د افغانستان شرايط ومني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG