د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، په تېرو انتخاباتو کې د امریکا مداخلې ته په پام سره به دا ځل هڅه وکړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د امریکا او هر بل هېواد د مداخلې مخه ونیسي.
دا خبره د جمهوري رییس ویاند ایمل فیضي مشال راډیو ته وکړه او ویې ویل چې امریکا په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په انتخاباتو کې په مداخلې سره د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوست خو دا ځل به د دې کار مخه ونیول شي:
"په هغه مجلس کې چې ولسمشر کرزي د امریکا د ملي امنیت له مشاورې مېرمن رایس سره یې درلود د افغان حکومت له خوا دا خبره مطرح شوې چې د افغانستان په تېرو انتخاباتو کې د امریکا مداخلې ته په کتو به دا ځل دغه هیواد ته هیڅ اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي."
فیضي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګیټس هم په خپل کتاب کې تایید کړې چې د امریکا یوه چارواکي د ولسمشر کرزي د کامیابۍ مخه نیوله.
امریکايي چارواکو د ښاغلي فیضي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ازادو او شفافو انتخاباتو غوښتونکي دي.