د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: بمي چاودنو کې لږ تر لږه ٧٣ کسان وژل شوي دي


پرون د چارشنبې پر ورځ په عراق کې د يو لړ بمي چاودنو او ډزو په نتيجه کې لږ تر لږه ٧٣ کسان ووژل شول.


دا په تېرو څو مياشتو کې د عراق لپاره يوه له خونړيو ورځو وه.

ترټولو خونړۍ پېښه د بغداد د شمالي ولايت دياله د جنازې په مراسمو کې د ځاى پر ځاى شوي بم چاودنه وه، چې لږ تر لږه ١٨ کسان يې ووژل.

لنډه شېبه وروسته د بغداد په څو سيمو کې لږ تر لږه اووه موټربم چاودنې وشوې، چې ٢٣ کسان يې ووژل.

بريد کوونکو موصُل ته نژدې يو پول په داسې حال کې په بم والوزاوه، چې يوه پوځي ګزمه ورڅخه د تېرېدو په حال کې وه، پېښه کې شپږ سرتېري ووژل شول او د ملکيانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شول.

له بغداد څخه لږ ليرې په يوه شيعه مېشته سيمه کې وسلوالو کسانو د لاريو اووه تنه چلوونکي ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG