د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: يو تن سرتيری او يو تن دولتي کارمند وژل شوي


د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته وويل چې نن سهار شاه وخوا لس بجې د ننګرهار کامې ولسوالۍ د غازي په سيمه کې د ملي فوځ يو تن سرتيری په داسې حال کې ووژل شو چې يوه ښخ شوی ماين يې منځه وړلو.


عبدالزی زياتوي چې هم نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار د ډرونټي په سيمه کې د يوه مقناطيسې ماين له امله يو تن دولتي کارمند هم وژل شوی دی.

بلخوا وسله والو طالبانو په ټيلفوني پيغام کې ويلي چې د کامې په ولسوالۍ کې يې دوه تنه پوليس وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی او هم يې د ډورنټې په سيمه کې د ملي امنيت د ارشيف مدير په موټر د مقناطسي بم چاودنه کړې چې مدير يې وژلی او ساتونکي يې ژوبل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG