د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بمي چاودنې د ملي امنیت څلور کسان ووژل


د خوست د صبریو ولسوالۍ د چینو په سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د یادې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او درې تنه ساتونکي يې وژل شوي دي.


نوموړې بمي چاودنه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځته شوې او په وژل شویو کسانو کې د صبریو ولسوالۍ د ملي امنیت مشر عتبارالدین او د هغه زوی هم شامل دی، چې په یاده اداره کې يې د سرتیري په توګه دنده ترسره کوله.

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان مشال راډیو ته وویل، چې یاده پېښه د صبریو د چینو په سیمه کې د سړک د غاړې ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

صبري پخوا د خوست په سختو ناامنو سیمو کې حسابیده، خو په وروستیو دوو کالونو کې په نوموړي ولسوالۍ کې امنیتي حالت څه نا څه ښه شوی، خو وروستۍ پېښه هغه یوه ده، چې په کې افغان پوځیانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله واوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG