د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د بګرام زندان د ۸۸ بندیانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي’


افغان ولسمشر حامدکرزي له څو امریکايي سناتورانو سره تر کتنې وروسته پرون د پنجشنبې پر ورځ پرېکړه وکړه چې د بګرام زندان د اته اتیا تنه بندیانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي.


ولسمشر کرزي د جمهوري غوښتونکو سناتورانو جان مک کې او لېندسي ګراهام په مشرۍ د سناتورانو له پلاوي سره تر کتنې وروسته د دې بندیانو د خوشې کولو په اړه د بیاغور غوښتنه وکړه.

سناتور ګراهام وویل، د دې بندیانو خوشې کول به د کابل او واشنګټن پر اړیکو داسې ناوړه اغېز وکړي چې د جبران وړ به نه وي. د ده په وینا دا اته اتیا کسان خطرناک مجرمان دي:

"د دې ۸۸ بندیانو د ورانکاریو په اړه خورا ډېر شواهد شته. د دې ۸۸ کسانو د فعالیت په نتیجه کې د ایتلاف څه باندې ۶۰ او د افغان پوځ څه باندې ۵۷ سرتېري وژل شوي. د دې کسانو خوشې کول به افغانانو او هغو سرتېرو ته سپکاوی وي چې؛ خپل ژوند یې په خطر کې واچاوه او دوی یې ونیول."

دا اته اتیا کسان د بګرام زندان د هغو شپږنیم سوه بندیانو له ډلې دي چې افغان حکومت یې د دوشنبې په ورځ د خلاصېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې، دا کسان بېګناه په بګرام کې ساتل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG