د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ :دوه طالب وسله وال وژل شوي


د کونړامنیتي مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي.


د کونړامنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل چې جګړه په ناړۍ ولسوالۍ کې نن سهار شوې ده.

ښاغلی سید خيل وايي، په دې وسله واله نښته کې، درې وسله وال طالبان او یو سیمه ییز پولیس ټپیان شوي هم دي.

د کونړ امنیه قومنداني وایي، په نرنګ او مره وره ولسوالیو کې یې ۷ ماینونه خنثی کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG