د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې چاودنه، یوه ښځه او دوه بچي یې وژل شوي دي


د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د یوه کور دننه چاودنه شوې ده.
پېښه د سرډېرو په سیمه کې د دوشنبې پر سهار څلور بجې د وردګو کلي په یوه کور کې شوې ده. د سرډېرو تاڼېدار حسن خان مشال راډيو ته وویل، کور د اصف په نوم یوه سړي دي.
په دې چاودنه کې یوه ښځه او د هغې دوه بچي وژل شوي دي.
وژل شوي کسان د اصف مېرمن، لور او زوی دي. په پېښه کې نوموړی او بل زوی یې ژوبل دي.
چارواکي وايي، د چاودنې نوعیت په اړه پلټنې کوي.
تر دې مخکې پولیسو ویلي ول، داسې ښکاري چې پر کور توغندی (راکټ) لګېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG