د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې یوه ښځه زندۍ شوې


د هرات د یوه روغتون چارواکي وايي، د یوې ښځې مړی چې ګمان کیږي زندۍ شوې به وي دې روغتون وروړل دی.


د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول محمد رفیق شیرزي مشال راډیو ته وویل، د دې ځوانې ښځې مړی بیګاه شپه د پولیسو له خوا دې روغتون ته وروړل شوی دی.

شیرزي وویل، که څه هم د دې پېښې په اړه ډېرجزییات نشته خو ویل کیږي چې؛ ډېر وخت لا درکه وه.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي که څه هم د یادې پیښې په اړه ناخبري وښوده، خو ویې ویل چې پولیسو تېره شپه یو سړی چې غوښتل یې خپله ښځه په چاړې ووهي نیولی او خپل جرم یې منلی هم دی.

له دې مخکې د هرات په انجیل کې د یوې ښځې پوزه او شونډه د هغې د میړه له خوا پرې شوي و چې بېلابېل غبرګونونه یې وپارول.

ویل کیږي، د میرمن ستارې لومړی جراحي عملیات په ترکیې کې کامیاب ترسره شوي خو چارواکي وايي، کیداي شي میړه یې له وسله والو مخالفینو سره یوځای شوی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG