د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: افغان ځواکونو د وسله والو یوه ډله ونیولې ده


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، د دوی کارکوونکو په کندهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.


د دغې ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغه کسان په یوشمېر ترهګرو فعالیتونو لکه د ماینونو په پټولو او د طالبانو لیکو ته د خلکو په جلب او حذب کې لاس لري.

نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
له دغو کسانو څخه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG