د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي پارلېمان د بندیانو بښنې قانون منظور کړ


د روسي پارلېمان له لوري د بښنې له دې قانون دې سره به د پوسي رایټ په نوم یوې ډلې د دوو زنداني فعالانو خوشې کولو او د چاپېریال ساتنې ادارې ګرین پیس د یوې کښتۍ ۳۰ کارکوونکو پر ضد د ورانکارۍ تورونو ختمولو ته لار هواره شي.


د روسيې ولسي جرګې بېګا ماښام د بښنې قانون مسوده په ۴۴۶ رایو منظوره کړه. د قانون په مخالفت کې یوه رایه هم نه ده اچول شوې.

له دې قانونه به کم عمره کسانو، هغه کسانو چې په لومړي ځل یې جنایت کړی وي، امېدواره ښځې او د وړو ماشومانو میندو ته ګټه ورسي.

دې ګام ته په سوچي کې د ژمي تر اولمپیک لوبو مخکې د روسیې بشري حقونو پر سابقې له انتقاده د توجه لرې کولو هڅې په توګه کتل کېږي.

د دې قانون به د تېلو پر پخواني کاروباري او د کرېملېن منتقد میخایل خدرکوفسکي یا د اپوزیشن پر پخواني مشر الېکسې نوالني اثر نه وي. نوالني ته د غلا په تور د پینځو کلونو بند سزا اورول شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG