په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پيښو په سلسله کې په بادغیس ولایت کې یوه مېړه خپله ښځه په تبر وژلې ده.
د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزکوال نن sسېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دغه 30 کلنه ښځه په اب کمري ولسوالۍ کې د تبر په وسیله وژل شوې او مېړه یې تښتېدلی.
نوموړی وایي، د دې کس د نیول کېدو لپاره امنیتي ځواکونه کوښښ کوي.
څو ورځې مخکې هم په هرات ولایت کې د ستارې په نامه د یوې ښځې شونډې او پزه د مېړه له خوا پرې شوي وه.
حکومتي چارواکو ویلي چې؛ ستاره به ترکیې ته د درملنې لپاره واستول شي.