د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: یوې محکمې پرویز مشرف د ستر خیانت په تور احضار کړ


د پاکستان یوې خاصې محکمې پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د ستر خیانت په تور احضار کړ.


د حکومتي څارنوالانو د ډلې مشر "اکرم شیخګ د جمعې په ورځ وویل؛ مشرف ته امر شوی چې، د محاکمې د پیل په مقصد باید د ډسمبر په ۲۴ مه محکمې ته حاضر شي.

که چېرې مجرم وپيژندل شي، په عمري بند او یا اعدام ممکن محکوم شي.

مشرف په ۲۰۰۷م کال کې په پاکستان کې د اضطراري حالت د اعلان په دوسیه کې راګیر دی.

مشرف په پاکستان کې لومړنی پوځي مشر دی چې؛ محاکمه کیږي.

مشرف دغه راز د ۲۰۰۷ کال ډسمبر میاشت کې د پخوانۍ وزیر اعظمې بې نظیر بوټو د قتل په ګډون په یو شمېر نورو تورونو هم تورن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG