د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې د ریاست یوه مسول سمیع الله نن (چارشبنه) مشال راډیو ته وویل، چې دا لویه لاره د ډیرې واورې د اورښت له امله تړل شوې ده.
د یاد ریاست مسولین وایې، دوي هڅه کوي دا لاره ژر تر ژره د ټرافیکو پر مخ بیرته پرانیزي.
په سالنګ کې له تیري ورځې راهیسې واوره اوریږي.