د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا په لمانځغونډې مراسمو کې د ګډون لپاره نن په یکشنبه هغه هیواد ته ولاړ چې سبا ترسره کېدونکې ده.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن هم په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره تللی دی.
د جنوبي افریقا لومړنی تور پوستی ولسمشر او د نژادي توپیر (اپارتایډ) ضد مبارز نېلسن منډېلا د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پينځه نوي کلنۍ په عمر د سږو له ناروغۍ ومړ.
په جوهانزبرګ کې به د هغه په لمانځغونډه کې د نړۍ له شپیتو زیاتو هیوادونو مشران ګډون و کړي.