د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: ځینې رسنۍ قومي او ژبني تعصبونه پاروي


ولسمشر حامد کرزی په زنګ وهلو سره د یوه ښوونځي پرانستنه کوي. ۶دیسېمبر ۲۰۱۳م کال
ولسمشر حامد کرزی په زنګ وهلو سره د یوه ښوونځي پرانستنه کوي. ۶دیسېمبر ۲۰۱۳م کال

ولسمشر کرزي وویل، هر هغه رسنۍ چې ژبني او قومي تعصب ته لمن وهي، په ټول قوت به قانون ورباندې عملي شي.



ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم ځینې خصوصي رسنۍ ژبني او قومي تعصب ته لمن وهي، خو دارنګه خپرونې د افغانستان پر ملي وحدت هېڅ ډول منفي تاثیر نه شي کولای.


حامد کرزي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره د سالنګ د لویې لارې د پراختیا په ملي کنفرانس کې وکړې.

که څه هم ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د کومې رسنۍ نوم یاد نه کړ؛ خو ځینې رسنۍ یې په قومي او ژبني تعصب تورني کړلې.

"ځینې وختونه یو شمېر رسنۍ، ټوله یې نه، ځینې تلویزیونونه قصداً دا کوښښ کوي چې؛ زموږ ملي وحدت تخریب کړي او قومي او ژبني تعصبونو ته لمن ووهي. که څه هم دا پر افغان ملت هېڅ تاثیر نه لري."

ولسمشر کرزي دغه راز وویل، هر هغه رسنۍ چې ژبني او قومي تعصب ته لمن وهي، په ټول قوت به قانون ورباندې عملي شي.

هغه وویل، په وروستیو څو ورځو کې یې لیدلي چې؛ په ځینو تیلویژنونو کې د افغانستان خلکو ته سپکاوی کیږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، حکومت رسنیو ته بشپړه خپلواکي ورکړې؛ خو دا خپلواکي په دې معنی نه ده چې په هیواد کې تعصب ته لمن ووهل شي.

دا په داسي حال کې ده، چې یو شمېر خصوصي رسنیو په وروستیو کې داسې خپرونې کړي چې؛ په کې ځینې قومونو او ژبو ته سپکاوی شوی دی.

اخوا د افغانستان د خبریالانو ټولنه وایي، چې خصوصي رسنۍ باید په منظمه توګه و څارل شي او په خپرونو کې یې اصلاحات راوستل شي.

د یادې ټولنې رییس عبدالحمید مبارز په دې اړه مشال راډیو ته وویل :

"د ولسمشر انتقاد پر ځای وو. خو کوم ځواب چې موږ یې لرو دا دی، هغه دولتي ارګانونه چې د رسنیو د چارو د تنظیمولو مسوولیت لري؛ دوی باید له رسنیو سره منظمې غونډي و لري، د دوی پروګرامونه په علمي او بې پرې توګه وارزي او د قانوني چوکاټ له مخې په کې اصلاحات راشي."

مبارز وویل، چې پر قومي او ژبني مسایلو باندې باید په علمي بڼه بحث وشي، نه دا چې دې خبرو ته په غیر علمي شکل لمن ووهل شي.

که څه هم په افغانستان کې د بیان ازادي یوه لویه لاسته راوړنه بلل کیږي؛ خو پخوا تر دې هم د یو شمېر دیني عالمانو او خلکو له خوا داسې انتقادونه شوي چې؛ ګواکې ځینې رسنۍ د افغانانو د کلتور پرخلاف خپرونې کوي.
XS
SM
MD
LG