د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوريې په شخړو کې یو لکو شپږویشت زره کسان وژلي دي


د سوريې د بشري حقونو ډله وايي؛ د دې هیواد په روانه شخړه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۲۶ زرو ته لوړ شوی دی.


دغې ډلې د ملګرو ملتونو پر سرمنشي او نړیوالې ټولنې غږ کړی؛ چې په سوریه کې د روانې جګړې د درولو لپاره کار وکړي.

د سوريې د بشري حقونو ډله وايي؛ د روانې شخړې په ترڅ کې د وژل شوو کسانو له درېیو څخه یوه برخه يې ملکي وګړي دي.

دغه راز ویل شوي چې، د سوريې د حکومت ملاتړي پنځوس سرتیري او ملیشه هم په روانه جګړه کې وژل شوي دي.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د ولسمشر بشار اسد د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې چې؛ وروسته يې بیا په دې هېواد کې؛ د وحشي کورنۍ جګړې بڼه غوره کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG