د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ځانمرګې برید یو ماشوم وژلي


د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د جمعې پر ماسپښین یوې ځانمرګې یو ماشوم وواژه او دوه نور یې ټپيان کړل.


د دې ولایت د والي ویاند جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل چې؛ حمله د دامان ولسوالۍ په غره کلي کې؛ هغه مهال رامنځ ته شوه چې، امریکایي ځواکونه دغلته په ګزمه بوخت وو.

د فیصل په خبره د برید هدف هم دغه امریکاي ځواکونه وو؛ خو زیاته یې کړه چې دې ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته وخت کې د دامان ولسوال شادي خان مشال راډیو ته وویل چې؛ په برید کې دوه امریکايي عسکر هم پیان شوي دي.

د والي ویاند وایي چې، د یوه ټپي ماشوم روغتایي حالت هم د اندیښنې وړ دی.

تراوسه چا د دې حملې مسوولیت هم نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG