د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه د مسافر پر مخ تړل شوې ده


راپورونه وايي چې افغان سرحدي پولیسو د تورخم سرحدي دروازه د مسافرو پر مخ بنده کړې ده.


په تورخم کې پاکستان ته تلوونکي مسافر وايي چې؛ افغان سرحدي پولیسو د شنبې ورځې د سهار وختي راهیسې د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې ده.

دوی وايي په سلګونو مسافرین د دروازې ترشاه ولاړ دي چې؛ په دې کې ډيره برخه ناروغان دي.

بل خوا د سرحدي پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې؛ د پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې نن مظاهرې کیدونکي دي او په همدې خاطر، چې هلته افغانانو ته کوم ضرر ونه رسیږي دوی دا لاره بنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG