د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: دولس تنه بندیان اعدام شول


په عراق کې ۱۲ تنه بندیان چې د تروریزم په اړوندو جرمونو محکوم شوي وو، اعدام شوي دي.


لویدیځې خبري رسنۍ د عراق د عدلیې وزارت د چارواکو له خولي وایي، دا ۱۲ تنه د یکشنبې په ورځ اعدام شول.

چارواکو د بندیانو او د هغو د جرمونو په اړه زیاتې څرګندونې نه دي کړي.

عراق په روان کال کې تر اوسه ۱۴۴ تنه اعدام کړي دي. دا شمېر تیر کال ۱۲۹ وو.

په عراق کې سږ کال د اروپایي اتحادیي، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له انتقادونو سره سره، اعدامونه زیات شویدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG