د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي: له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې


افغان ولسمشر حامد کرزي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په خبرو کې په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.


په هغه بیان کې چې د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر خپور کړی راغلي چې ښاغلي کرزي د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ابراهیم رحیم پور سره په کتنه کې همداراز د کابل او تهران ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو او په تېره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG