په کوټه کی پرون د چارشنبې ماځيګر د ښار پر زرغون سړک په دوو بمي چاؤدنو کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور يې ټپيان کړی دي. د مشال راډیو خبر یال د چارواکو له خولې زیاتوی چې چاودنه د پاکستان شناختي کارډ جوړولو صوبايي دفتر سره نېژدې شوې ده.
د کوټې پولیس ډي آی جي انوېسټيګېشن مبين احمد وايي؛ لومړۍ چاودنه په يوه بايسيکل کې له اېښودلو باروتو شوې، چې ورسره په نيژدې ولاړ يوه موټر کې سلنډر هم وچاودېدلی.د مبین په خبره په بایسیکل کې شاوخوا شپږ کیلوګرامه باروت کارول شوي دي.
تراوسه ددې بمي چاودنې مسوولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی. خو په تېر وخت کې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو قبول کړی دی.