د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چاودنې دوه تنه وژلي، ۱۷ ژوبل


کوټه: چاودنې دوه تنه وژلي، ۱۷ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

د بلوچستان مرکز کوټې پر ډبل سړک د چارشنبې په ماځيګر په پر له پسې دوو چاودنو کې شاوخوا اتلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کوټې پولیس ډي آی جي انوېسټيګېشن مبين احمد وايي؛ لومړۍ چاودنه په يوه بايسيکل کې له اېښودلو باروتو شوې، چې ورسره په نيژدې ولاړ يوه موټر کې سلنډر هم چاودېدلی او لږ تر لږه دوه تنه يې وژلي او ۱۷ نور يې ټپیان کړي دي. د مبین په خبره په بایسیکل کې شاوخوا شپږ کیلوګرامه باروت کارول شوي دي. ځيني ازادې سرچينې د مړيو شمېر څلور يادوي. تراوسه ددې بمي چاودنې مسوولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی. خو په تېر وخت کې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو قبول کړی دی.

XS
SM
MD
LG