په افغانستان کې میشتو فنلنډي ځواکونو په سمنګان کې د خپل پوځي کمپ مسولیت رسما افغان ځواکونو ته و سپاره.
د سمنګان امنیه قومندان محمد اکرم بیکزاد مشال راډیو ته وویل، په مرکز ایبک کې د فینلېنډي ځواکونو دا اډه تیره ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.
په یاده پوځي اډه کې څه باندي سل فینلېنډي عسکر اوسیدل چې د امنیتي چارو تر څنګ یې ملکي چارې هم مخ ته بیولې.
په سمنګان کې د فینلېنډ سربیره جرمني ځواکونه هم میشت دي.