د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په باردو بار ګاډی له منځه یووړل شو


نن غرمه نږدې دوولس بجې د پکتیکا ولایت د خېرکوټ په ولسوالۍ کې په باردو ډک ګادۍ خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې امنیتي سرتېرو له منځه یووړ.

د پکتیکا ولایتي ادارې ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، ځانوژونکي غوښتل، چې خپل صرف ګاډي د خیرکوټ ولسوالۍ د ملي امنیت ادارې ودانۍ سره وجنګوي، چې هدف ته تر رسیدو وړاندې سرتیرو له منځه یووړ، په دې پیښه کې یو ځانمرګی وژل شوی او د ملي امنیت ادارې دوه تنه سرتیري هم برسیرن ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو ورځو کې د پکتيکا ولايت د ګومل په سرحدي ولسوالۍ کې سرحدي پولیسو د يوه کمين په ترڅ کې یو شمېر وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې وه او څلور وسلوال يې ژوندي نیولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG