د لاسرسي ځای

تازه خبر

شبرغان کې د۲۰۰مېګاواټ برېښنا کوټ جوړېږي


د افغان ګېس شبرغان ادارې چارواکي وايي، چې دا پروژه د امریکايي مرستندویه ادارې یو اېس اېډ په مرسته جوړه شوې ده.

د افغانستان په شبرغان ولایت کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په مرسته د برېښنا تولیدولو لپاره د ګېس ترباینون لګولو پروژه پيل شوه.


د افغان ګېس شبرغان ادارې چارواکي وايي، چې دا پروژه د امریکايي مرستندویه ادارې یو اېس اېډ په مرسته جوړه شوې ده.

د افغان ګېس شبرغان ادارې مشر انجینیېر محمد صالح له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دا پروژه به په ۲۰۱۶م کال کې بشپړه شي. دی زیاتوي چې د ګېس له دې برېښنا کوټه به ۲۰۰ مېګاواټه بجلۍ پیدا کېږي.

انجینیېر صالح زیاتوي چې، چې ګېس ټرباینونه په دشت لیلي او د فاریاب ولایت د جمعه بازار سیمه پر ګېس کوهیانو لګول کېږي. او شپه ورځ کې به د یو میلیون مټر مککعب ګېس په راوتلو به نژدې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا پیدا کېږي.

د افغان ګېس شبرغان ادارې مشر وویل، چې د دې پروژې ټېکه یوه ترکي شرکت ته ورکړل شوې او د ده په خبره په سلګونه افغان وګړي به پکې کارونه وموندي.

دا مهال د شبرغان ولایت د جوزجان ۳۰ زره وګړو ته له ترکمانستان هېواده برېښنا راځي چې اکثره د ژمي مهال کې یې د کمي ستونزه وي.
XS
SM
MD
LG