د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې پر بلوڅانو بریدونه بند کړي


د امریکا کانګرس کې د ریپبلیکن ګوند غړي جېم سېنسېن برېنر پر اسلام آباد ږغ وکړ چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د بلوڅ وګړو د حق درناوی وکړي.

د امریکا د کانګرس یوه غړي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په بلوچستان کې خپل استبدادي اقدامات بند کړي. دې امریکايي کانګرسمن د بلوچستان د کړکېچ په اړه د بحث لپاره په بلجیم کې جوړې شوې غونډې ته په خپل بیان کې ویلي، د امریکا خلک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د بلوڅانو د هڅو ملاتړ کوي.


د امریکا د کانګرس د استازو جرګه کې د ریپبلیکن ګوند غړي جېم سېنسېن برېنر Jim Sensenbrenner د اسلام آباد له چارواکو غوښتنه وکړه چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د بلوڅ وګړو د حق درناوی وکړي.

سېنسېن برېنر دا څرګندونې په بروکسل کې د بلوچستان د کړکېچ په اړه د بحث لپاره جوړې شوې غونډې ته په خپل پیغام کې کړي. دا غونډه چې عنوان یې و، د بلوچستان د برخلیک انکار- په بروکسل کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې جوړه وه.

سېنسېن برېنر چې د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د عدلي او قضايي کمیټې غړی او د جرایمو، ترور او د ملي امنیت د فرعي کمیتې غړی دی پر اسلام آباد غږ وکړ چې په بلوچستان کې خپل استبدادي عملیات بند کړي. ده زیاته کړه امریکایان، د خپل برخلیک د ټاکنې لپاره د بلوڅانو له غوښتنې سره هم نظري دي.

دې امریکايي کانګرسمن زیاته کړه د پاکستان د واکمنۍ له ژغ څخه د بلوڅانو خلاصون نژدې اوه لسیزې وخت ونیو، خو د بلوڅ فعالانو د مبارزې په وړاندې د پاکستان حکومت له زغره والو ګاډو، توپ او هوايي حملو کار واخیست.

کانګرسمن سېنسېربرېنر په خپل بیان کې لیکلي، زه د بلوڅ وګړو د آزادۍ او خپلواکۍ ملاتړ کوم. دی وايي، دا د بلوڅانو حق دی چې د خپلې راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي. نوموړی زیاتوي چې بلوڅان ډېرښه پوهېږي چې څنګه د خپلو خلکو حقونه خوندي کړي.

په بروکسل کې د بلوچستان د کړکېچ په اړه د بحث غونډې ته د کاناډا د پارلمان غړي روس هیبرت Russ Hiebert، د اروپايي پارلمان پولنډی غړی ریشاردچارنېڅکي Ryszard Czarnecki، د ملګروملتونو د کډوالو په کمېشنرۍ او اروپايي ټولنه کې د بلوچستان استازي مهران مري Mehran Marri او د بلوچستان کور په نوم د نوې جوړې شوې تحقیقاتي ټولنې مشر طارق فتح Tarek Fatah هم ویناوې وکړې.

د احمدتکل راپور
XS
SM
MD
LG