د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د نوبل غوره کاندیدانو کې


ملاله یوسفزۍ جهاني مبارزه
ملاله یوسفزۍ جهاني مبارزه

هارپ ویکن ویلي ملاله نه یواځې د جینکو د تعلیم او د ماشومانو د تعلیم د حق لپاره یو علامت ګرځېدلې ده بلکې د ترهګرۍ او جبر خلاف هم یوه بېلګه ده


اې ایف پي خبري اژانس لیکي داسې ګنګوسې دي چې سږ کال د نوبل امن جایزې د پښتونخوا د سوات ملاله یوسفزۍ، د کانګو یو ډاکټر ډینیس میېکوېج او یا د روس او بېلا روس د بشري حقونو فعالانو کې یوه ته ورکړل شي.


د راتلونکې ګل پر ورځ د نوبل جایزې اعلانولو لړۍ شورو کېږي چې لومړۍ هغه به یې به د طب په برخه کې اعلانېږي. خو د اژانس په خبره د هر کال په شان دا ځل هم زیاتې سترګې دې ته دي چې د امن او ادب جایزې به څوک اخلي.

سږ کال ۲۵۹ کسان د امن نوبل جایزې لپاره نامزد شوي دي چې یو ریکارډ دی خو د ناروې نوبل اداره کله هم دغه نومونه نه څرګندوي.

نوبل امن جایزه به پر یولسم اکتوبر اعلانېږي.

اژانس لیکي د اوسلو امن څېړنیز مرکز مشر کرسټن برګ هارپویکېن د امن جایزې کمیټۍ پر کار ژور نظر ساتي او له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ممکنه ګټونکو د نومونو خپل فهرست جوړوي.

د هغه په فهرست کې په سر کې ملاله یوسفزي ده چې د جینکو د تعلیم کمپین کولو په سر تېر کال طالبانو وویشتله خو هغه بچ پاتې شوه.

هارپ ویکن ویلي ملاله نه یواځې د جینکو د تعلیم او د ماشومانو د تعلیم د حق لپاره یو علامت ګرځېدلې ده بلکې د ترهګرۍ او د زور خلاف هم هغه یوه بېلګه جوړ شوې دې.

ځينې کسان وايي، کیدای شي د یوی ۱۶ کلنې نجلۍ لپاره به د نوبل امن جایزې بوج ډېر زیات وي. په سټاک هوم کې د امن څېړنیز مرکز مشر ټلمېن بروویسک وايي، دی فکر نه کوي چې آیا له اخلاقي پلوه یوې ماشومې ته د امن جایزې ورکول به سم وي او که نه. د هغه په خبره جایزې کیدای شي د کولمبیا د سولې منځګرو او یا د میانمار اصلاح خوښو ته ورکړل شي.

بلخوا نور بیا وايي کیدای شي، دغه ایوارډ د کانګو ډاکټر ته ورکړل شي چې هلته یې له هغه ښځو د مرستې لپاره یو روغتون او اداره جوړه کړې ده چا سره چې د ځايي او بهرنیو وسله والو او یا د پوځيانو لخوا جنسي زیاتی شوی دی.

د بشري حقونو څار نړیواله اداره وايي، کیدای شي، کميټۍ دغه جایزې په روس او یا بېلا روس کې فعالینو ته ورکړي.

اژانس لیکي د نورو جایزو برعکس د نوبل ادبي جایزه کیدای شي پر لسم اکتوبر اعلان شي.

د سټاک هوم په ادبي ټولنه کې د بېلا روس د یوې لیکوالې سویتلانا الیکسي وچ نوم مخې ته راځي خو د هغې نوم د ممکنه ګټونکو په فهرست کې نه دی شامل.

بیا په دې کې د جاپان، امریکا، هنګري او کوریا د لیکوالانو نومونه هم یادیږي.

د طبعیاتو یا فزکس په برخه کې جایزې به پر اتم اکتوبر، د کېمیسټري جایزې پر نهم اکتوبر او د اقتصاد ایوارډ به پر ۱۴م اکتوبر اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG