د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته نژدې کېږي


د کېنیا لوبډلې پچه ګټلې وه او د اولنی بېټنګ فېصله یې وکړه. چې پکې یې په ۳۷ اوورونو او پنځه بالونو ټول لوبغاړي اوټ شول او ۸۹ منډې یې جوړې کړلې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان له کېنیا څخه یوه ورځنۍ لوبه وګټله.


د کېنیا لوبډلې پچه ګټلې وه او د اولنی بېټنګ فېصله یې وکړه. چې پکې یې په ۳۷ اوورونو او پنځه بالونو ټول لوبغاړي اوټ شول او ۸۹ منډې یې جوړې کړلې.

افغانستان په خپل وار د دوو لوبغاړو په ماتېدو سره ۹۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله. د کېنیا او افغانستان بله لوبه د راتلونکې جمعې پر ورځ ده. که یې چېري د راتلونکې لوبې بری هم د ځان په برخه کړ نو په دې سره به افغانستان د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام سیالیو ته وخېژي چې په اسټرالیا او نیوزي لېنډ کې تر سره کېږي.
XS
SM
MD
LG