د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په موهاوې دښتو کې افغان او عراقي کلي

د کاليفورنیا په موهاوې دښتو کې، ایروين کلا، د امریکايي سرتېرو اډه ده. په دغه دښتو کې په زرګونه امریکايي سرتېري، افغانستان، عراق یا نورو برخو ته تر استولو وړاندې روزل کېږي. په دغه مرکز کې دوه کلي چې مدینه جبل او مدینه وصل نومېږي جوړ کړل شوي دي چې د افغانستان او عراق غوندې ښاري چاپېریال په کې ښکاري. په دغه کلیو جبل او وصل کې د رېښتنې جګړې منظرې ورته جوړې کړل شوې دي، او په دې کې سرتېري د ځايي کلیوالو غوندې چلند کوي او هم دا ورښودل کېږی چې د راکټي بریدونو، ځانمرګو حملو او غلچکي بریدونو پر وړاندې به څنګه غبرګون ښیې.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG