د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښین خانوزي کې د رڼا سل کلن جشن

د بلوچستان ګڼ مېشته پښتني سیمه خانوزي کې د تعلیم شرح د صوبې تر بل هر ځای زیاته ده، چې بنسټ یې یو سل اوه کاله وړاندې مولانا عبدالعلي اخوندزاده د یوه ابتدايي ښوونځي په جوړولو سره اېښی وو، چې اوس ګورنمنټ های سکول خانوزۍ بلل کېږي. د اتوار پر ورځ د دغه ښوونځي سل کلن جشن ولمانځل شو. د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي، د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ، د بلوچستان د تعلیم پخوانی وزیر مولانا عبدالواحد صدیقي د بلوچستان ګڼو سیکريټريانو او ګڼ شمېر خلکو په کې ګډون درلود. په کوټه کې د مشال همکار خدای نور ناصر يې عکسونه کښلي دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG