د بلوچستان ګڼ مېشته پښتني سیمه خانوزي کې د تعلیم شرح د صوبې تر بل هر ځای زیاته ده، چې بنسټ یې یو سل اوه کاله وړاندې مولانا عبدالعلي اخوندزاده د یوه ابتدايي ښوونځي په جوړولو سره اېښی وو، چې اوس ګورنمنټ های سکول خانوزۍ بلل کېږي.
د اتوار پر ورځ د دغه ښوونځي سل کلن جشن ولمانځل شو.
د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي، د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ، د بلوچستان د تعلیم پخوانی وزیر مولانا عبدالواحد صدیقي د بلوچستان ګڼو سیکريټريانو او ګڼ شمېر خلکو په کې ګډون درلود.
په کوټه کې د مشال همکار خدای نور ناصر يې عکسونه کښلي دي.
د پښین خانوزي کې د رڼا سل کلن جشن
۵
ګورنر محمدخان اڅکزی د علامه عبدالعلي اخونزاده کړوسي تابان ته د عبدالعلي اخونزاده شیلډ ورکوي
۶
ګورنر محمدخان اڅکزی د بلوچستان تعلیم پخواني وزیر عبدالواحد صدیقي ته د عبدالعلي اخونزاده شیلډ ورکوي
۷
د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ د مشال راډيو له خبریال خدای نور ناصر سره د خبرو پر مهال
۸