د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالب مشران ځوانان جګړې ته استوي خپله خوندي اوسي"


ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزی

ولسمشر کرزي نن په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته وویل چي د طالبانو مشران په خپله له هیواده بهر په خوندي کورونو کې دي خو عام وګړي جګړې ته لیږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر وسلوالو طالبانو د سولې ږغ وکړ او د دې ډلي له مشرانو یې وغوښتل چې نور په هیواد کې ځوانان جګړې ته ونه هڅوي.


ولسمشر کرزي نن په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته وویل چي د طالبانو مشران په خپله له هیواده بهر په خوندي کورونو کې دي خو عام وګړي جګړې ته لیږي.

نوموړي وویل چې سږ کال په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او وسلوالو طالبانو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کي د ولسي خلکو، افغان سرتیرو ترڅنګ د هغو طالبانو پر وژنو هم خواشیني وښودله، چي د ده په وینا د پردیو په غوښتنه په افغانستان کي جګړې ته لیږل کیږي.

نوموړي یو ځلي بیا پرخپل وخت د انتخاباتو په ترسره کیدو ټينګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د رایې ورکولو کارتونه واخلي.

"زما لپاره به تر ټولو لوی افتخار دا وي چې؛ انتخابات وشي او نوی ولسمشر وټاکل شي.
کرزی
هغه وویل چې حکومت هڅه کوي راتلونکي انتخابات په شفاف، عادلانه او د بهرنیو له مداخلو نه لرې ترسره شي.

ده وویل، چې که انتخابات ښه وي نو دا به د ده بریالیتوب وي او برعکس که درغلي په کې وشي، نو دا به د ده ناکامي وي.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډیدو اندیښنې شته، جمهور رییس حامد کرزي یو ځلي بیا ټینګار وکړ چې؛ انتخابات به راتلونکي کال پر خپل وخت وشي.

جمهور رییس کرزي وویل، چې په یو شمېر ولایتونو کې نا امنۍ شته خو د انتخاباتو په ترسره کیدو کې باید هیڅ ډول شک نه وي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته وویل، چې حکومت به د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو او په دې بهیر کې د بهرنیانو د لاس وهنې د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وکړي:

"زما لپاره به تر ټولو لوی افتخار دا وي چې؛ انتخابات وشي او نوی ولسمشر وټاکل شي.

که دا انتخابات نیک او ښه و اوسي او تاسي په دې انتخاباتو کې و وینۍ چې؛ ستاسو د رایې قدر شوی دی، ازاده رایه مو ورکړې او هغه چا ته مو رایه ورکړې چې ستاسو خوښ دی.

نو به زه کامیابه یم. او که چیري سم انتخابات و نه شوه او تقلب پکې و شو یا اتهام د تقلب و شو او چا یې ځواب نه درلود، بیا نو دا به زما ناکامي وي."

زه به تر یوې مرحلې پوري د انتخاباتو د کاندیدانو په پروسه کې دخیل یم. خلګ راته راځي. کاندیدان راته راځي، خبري راسره کوي، څوک وایې زما سره ودرېږه او څوک هم وایې زما سره.
کرزی
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم په وروستیو کې وویل، چې د انتخاباتو د ځنډولو لپاره هڅې کېږي، خو ډاډ یې ورکړ چې انتخابات به په ټاکلې وخت و شي.

ولسمشر حامد کرزي دغه راز پر ځوانانو غږ و کړ چې د رایې ورکولو کارټونه واخلي او په انتخاباتو کې ګډون و کړي.

کرزي په خپلو خبرو کې وویل، چې دی د انتخاباتو په اړه له خلکو او احتمالي کاندیدانو سره سلا مشورې کوي.

خو نوموړي یو ځلې بیا په انتخاباتو کې پر خپلې بې طرفی ټینګار وکړ.

"زه به تر یوې مرحلې پوري د انتخاباتو د کاندیدانو په پروسه کې دخیل یم. خلګ راته راځي. کاندیدان راته راځي، خبري راسره کوي، څوک وایې زما سره ودرېږه او څوک هم وایې زما سره. مختلف پيشنهادونه راته راځي. خو تر هغه وخته پوري چې نوم لیکنه پيلیږي او انتخاباتي مبارزې پيلیږي، زه به په دې مشورو کې دخیل یم. کله چې کاندیدان تثبیت شول، بیا به نو زما ومخې ته یو پاټک وي.خو تاسي به آزاد یاست چې انتخابات و کړی، کمپاینونه وکړۍ او هغه څوک چې مو خوښ دی، رایې ورکړی."

وړاندي تر دې داسي راپورونه خپاره شول چې ولسمشر حامد کرزی غواړي د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول خپل ځان راتلونکو انتخاباتو ته کاندید کړي.
XS
SM
MD
LG