نن د جمعې ورځ په کابل کې له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي کرغیزستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ، پرون پر چارشنبه له غرمې وروسته د دغه هېواد له ولسمشر المازبیک اتمبایف سره د کرغیزستان په پلازمېنې بشکیک کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د مواصلاتي لارو او د وسپنې د پټلۍ د جوړیدو او پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د سیمې د هېوادونو د یوځای کولو او د هغوی ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ځمکنۍ لارې د اهمیت وړ دي.د کرغیزیا ولسمشر
ده وویل، چې د سیمې د هېوادونو د یوځای کولو او د هغوی ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ځمکنۍ لارې د اهمیت وړ دي.
المازبیک اتمبایف هغه طرحه پیشنهاد کړله چې له مخې یې د چین، کرغیزیا، تاجکستان، افغانستان او ایران هېوادونه د پټلۍ له لارې سره یوځای کیږي.
د هېواد ولسمشر حامدکرزي د کرغیزستان د ولسمشر له لوري وړاندې شوې طرحې ته د هرکلي په ترڅ کې وویل، چې په وچه کې پراته هېوادونه باید د مواصلاتي لارو او د پټلۍ د پراختیا له لارې خپلې اړیکې پراخې کړي.
په دغه کتنه کې حامدکرزي د کرغیزستان ولسمشر المازبیک اتمبایف ته بلنه ورکړله چې په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي او هغه یې له مننې سره بلنه ومنله.