د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ټاکنو نوم لیکنې بهیر وغځول شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د نوم لیکنې پروسه به یوه نیمه میاشت نوره هم وغځول شي.


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل نن په ننګرهار کې د انتخاباتو د نوم لیکنې لپاره په جوړ شوي کمپاین کې وویل چې د نوم لیکنې پروسه به د تلې میاشتې له پنځمې نه وروسته یوه نیمه میاشت نورهم هم دوام وکړي.

ښاغلي امرخیل وویل د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پام کې لري چې په ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه په سیار یاګرځنده توګه کلیو او بانډو ته هم انتقال کړي.

په ننګرهار ولایت کې د نوم لیکنې لپاره دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د یاد ولایت ډېرې سیمې کله نا کله د ناامنیو شاهدې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG