د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د۱۱م سیپټېمبر د بریدونو ۱۲مه کالیزه


څېړونکي وایي چې؛ په امریکا کې د سیپټېمبر یوولسمې پیښې پر افغانستان هم نېغ په نېغه اغیز کړی.


په امریکا کې نن د چارشنبې پر د ۲۰۰۱م کال د یوولسم سیپتمبر د بریدونو دولسمه کالیزه لمانځل کېږي. سپینه ماڼۍ وايي ولسمشربراک اوباما به د چپتیا یوه شیبه چې په سپینه ماڼۍ کې ترسره کیږي، برخه واخلي او پر نیویارک او واشنګټن به د یوولسم سیپټېمبر د ترهګرو بریدونو د خواوشا ۳ زرو وژل شویو کسانو روح ته درناوی وړاندې کړي.


سپینه ماڼۍ زیاتوي، د ولسمشر د ملي امنیت ډلې د نن ورځې مراسمو په ترڅ کې د ممکنه ترهګرو بریدونو د مخنیوي پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.


راپورونه وايي، چې، د امریکې د امنیت داخلي ادارې له میاشتو راهیسې د یولسم سیپتمبر بریدونو کالیزې د مراسمو لپاره پر امنیتي تدابیرو کار کړی دی.

د سیپټېمبر د یوولسمې نیټې له پیښې دولس کاله تیریږي، خو په افغانستان کې له پرمختګونو سره سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ځېنو نورو برخو کې ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې شته.
امریکايي چارواکي د امنیتي تدابیرو د سختولو خبرې په داسې وخت کې کوي چې په دې ورستیو کې واشنګټن د القاعده شبکې د ګواښونو له امله د نړۍ په سطحه خپل ۱۹ سفارتونه او نور ډیپلوماټیکې ادارې د څو ورځو لپاره تړلې وساتلې.

له اوسه پوره دولس کاله وړاندې د سېشنبې ورځې سهار پر اتو بجو او شپږ څلویښت دقیقو دوه مساپروړونکې الوتکې د امریکا په نیویارک کې د نړېوال سوداګریز مرکز له دوو اسمان څکو برجونو سره ولګیدې.

له دې پیښې لږ وروسته بله الوتکه په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت له هسکې ودانۍ سره ولګیده،په دې پیښوکې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول اوډیرمالي زیانونه یې هم متحده ایالاتوته واړول.

د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده شبکه چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ملاتړکاوه،د دې حملو مسووله وبلل شوه.

په امریکا کې د یوولسم سیپټېمبر پیښو په افغانستان کې هم له بیلا بیلو اړخونو ډیربدلونونه راوستل.

پر امریکه د القاعدې برید او پر افغانستان يي اغیزې


د سیپټېمبر یوولسمې نېټې له پیښې دولس کاله تېریږي خو لا هم په افغانستان کې راز راز ستونزې او ناخوالي شته.

افغان چارواکي وایي چې؛ د نورو ستونزو ترڅنګ د ترهګرۍ او تندلاریتوب ډېرېدل د اندېښنې خبره ده.

سیاسي څېړونکي او عام وګړي هم ټینګار کوي چې؛ امریکا خپل هدف چې د اسامه وژنه وه تر لاسه کړ خو په دې هېواد کې یې د ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه، نه ده کړې.

د سیپټېمبر د یوولسمې نیټې له پیښې دولس کاله تیریږي، خو په افغانستان کې له پرمختګونو سره سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ځېنو نورو برخو کې ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې شته.

څېړونکي وایي چې؛ په امریکا کې د سیپټېمبر یوولسمې پیښې پر افغانستان هم نېغ په نېغه اغیز کړی.

دوی وایي چې؛ د طالبانو ریژیم نسکور شو، د بون د پرېکړې پر اساس لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه، بېړنۍ لویه جرګه، انتقالي دولت، د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه او له هغې وروسته د انتخاباتو پر اساس حامد کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي وایي، چې؛ نړېوالو افغانستان یوازې پرېښی وو او د ده په خبره د یوولسم سیپټېمبر پیښه وه چې هغوی خپلې دې تیروتنې ته متوجه کړل:

"دا پېښه د دې لامل وګرځیده، چې په دې هېواد کې یو ترهګر رژیم له منځه ولاړ شي او افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو په نتیجه کې ډموکراتیک ارګانونه ولري.

خو له بله پلوه له ترهګرۍ سره جګړه د ترهګرۍ او تندلاریتوب د ډیریدو لامل هم ګرځیدلې.

د یوولسم سیپټېمبر له پیښې وروسته نړۍ افغانستان ته توجه وکړه او ویې لیدل چې د دې هیواد هېرول څه نتایج درولودل."



د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف پرافغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ،افغانستان ته بهرني ځواکونه راغلل اوپه دې هیواد کې نوې سیاسي فضا رامنځ ته شوه.

افغانستان کې له یوولسم سیپټېمبر وروسته پرمختګونه


سیاسي کتونکي وایي چې؛ له هغه وخت نه را په دېخوا که څه هم په افغانستان کې په سیاسي،اقتصادي،امنیتی اونورو برخوکې د پام وړ پرمختګونوشوي خو دوی یې ترهغې کم بولي چې خلکوورته تمه درلوده.

د سیاسي چارو څیړونکې حاجي سید داوود وايي، چې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې له ژمنو اوهڅوسره لاهم د امنیت په څیرپه ځینو برخوکې خورا ستونزې شته.


کتونکي وایی چې؛ د سیپټېمبر د یوولسمې له پیښې وروسته د افغانستان د خلکوپه ژوند کې د پام وړ بدلونونه راغلي، لویې لارې رغول شوي، میلیونونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي، لسګونه زره ځوانان په لوړ زده کړو بوخت دي او داسې نور.

خو دوی وایي، چې؛ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لاس ته راوړنې له هغې کمې دي چې دولس کاله وړاندې یې فکر کیده.

د افغانستان عام وګړي هم وایي، چې په تیرو دولسو کلونوکې په دې هیواد کې په ځینو برخو کې کارونه شوي خو ټینګار کوي چې؛ لا هم په افغانستان کې ډیرې ستونزې او ناخوالي شته.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم ډیرکله په دې هیواد کې ستونزې منلي،خودا یې هم ویلي چې د افغانستان امنیتی ځواکونه پیاوړي شوي او د ښې حکومتدارۍ او اساسي پروژو د عملي کولو لپاره هڅې رواني دي.

په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او د دې شبکې د ځینونورو چارواکو وژل کیدل هم د متحده ایالاتولپاره مهمه لاس ته راوړنه بلل کیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایی چې په تیرو دولسو کلونوکې د نړیوالې ټولنې لخوا شاوخوا شپیته ملیارده ډالرپه دې هیواد کې د بیارغونې په برخوکې لګول شوي خولاهم په افغانستان کې په هره برخه کې بلا ستونزې شته.
په افغانستان کې پرنړیوالې ټولنې دا انتقاد هم کیږي چې د افغان حکومت او افغانانو غوښتنو ته یې لکه څنګه چې لازمه وه پاملرنه،نه ده کړې او همدا علت دی چې په دې هیواد کې یې لاس ته راوړنې د څیړونکو له نظره د پام وړ نه دي.

د ملي جبهې مشراحمد ضیا مسعود هم همدې ستونزو ته ګوته نیسي او وایی په داسې حال کې چې په افغانستان کې له هره پلوه ډیرې ستونزې شته نړیوال له دې هیواد څخه د وتلو پلان لري:

"نړېوالې ټولنې افغانستان سره ډیرې ژمنې کړې،له بده مرغه په داسې حال کې افغانان یوازې پریږدي چې دلته ارګانونه پیاوړي اونهادینه شوي نه دي.

زموږ امنیتي ارګانونه لا تر اوسه نه دي جوړ شوي، سیاسي ارګانونه مو نه دي پیاوړي شوي او لا تر اوسه موږ په خپل هېواد کې د ملي اقتصاد لرونکي نه یو.

دا چې نړیواله ټولنه په اوسنیوشرایطوکې غواړي له افغانستان څخه ووځي دا پریکړه یې زمونږ د خلکوله هیلوسره په مخالفت کې دي."


د افغانستان د مالیې وزارت وایی چې په تیرو دولسو کلونوکې د نړیوالې ټولنې لخوا شاوخوا شپیته ملیارده ډالرپه دې هیواد کې د بیارغونې په برخوکې لګول شوي خولاهم په افغانستان کې په هره برخه کې بلا ستونزې شته.

افغانان وایی لاهم په افغانستان کې امنیتی ستونزې ډیرې دي اود دې هیواد له بیلابیلوبرخونه هره ورځ د ډزو،چاودنواو مرګ ژوبلې راپورونه آوریدل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG