د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د ډينګي ماشي د مخنیوي له پاره د پوهاوي یون


په سوات کې د ضلعي انتظامیې ترسیوري لاندې سيدو شريف نه تر مينګوره پورې ځایي خلکو د ډينګي ماشي نه د بچ کيدو او د رنځورانو اعلاج په اړه د پوهې راوستو يون وکړو.


په سوات کې د ضلعي انتظامیې ترسیوري لاندې سيدو شريف نه تر مينګوره پورې ځایي خلکو د ډينګي ماشي نه د بچ کيدو او د رنځورانو اعلاج په اړه د پوهې راوستو يون وکړو.

دغه يون کې د سوات د تعليم او صحت محکموو اهلکارو، د سکولونو زده کوونکو پشمول په سلکونو خلکو ګډون وکړو چې لاسونو کې يې د ډينګي ماشي نه د بچ کيدو په اړه د معلوماتو چارټونه اوبېنرې وې.

وروسته د سوات ضلعې مرستیال کمېشنر اې سي فرخ عتيق وویل چې د ډينګي نه د بچ کيدو يوازینۍ لاره په خلکو کې پوهه راوستل وي او دې له پاره دوی هڅې کوي سرکاري افسرانو، د صحت محکمې اهلکارانو ته د پوهاوي روزنه ورکړي او کور په کور دغه پيغام او رسوي چې ډينګي نه د بچ کيدو یوازینۍ لاره په ولس کې پوهه راوستل دي.

يون کې ګډون کوونکې د نهم جماعت زده کوونکې شاه زيب وایي،چې دوی هم هڅې کوي چې له سواته د ډينګي دغه د رنځ ختم شي دوی به په خپل کورونو او محله کې د ډاکټرانوو په دغه ويناګانو عمل کوي او نوروته به هم وایي، چې د ډينګي ماشي ختم کړي.

د سوات صحت محکمې مشر دي ايچ او ډاکټر عبدالخالق وایي، چې دوی هم د پوهې په دغه مهم کې شريک دي او روغتونونو کې رنځورانوته اسانتياګانې هم ورکوي د دې ترڅنګ د سوات لري پرتوسيموکې هم د ډينګي رنځ په اړه پوهه راوستلو کې هڅې کوي.

د سوات د خيرښيګړې محکمې مشر حميدخان وایي، چې دوی د ټول سوات کې د غير دولتي اداروو په مرسته کور په کور کې پوهان ګرځوي چې خلکو کې پوهه رالو چې کوم ځایونو کې د ډينګي ماشي ختم کړې او د دې ترڅنګ د ډينګي رنځورانو ته د علاج په اړه مشورې ورکړي.

په سوات کې د صحت محکمې چارواکو ترمخه تېرو څو ورځو کې تر دې دمه د ډينګي ماشي نه یو زر پورې خلک ناروغه شوې چې پکې د سلو څخه زیات په روغتون کې داخل دي او د رنځورانو دغه لړۍ لا په زياتېدو ده.
XS
SM
MD
LG