د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د اروپا د تر ټولو لوی کتابتون پرانسته وکړه.


ملالې يوسفزۍ نن د بريتانيې په برمنګم ښار کې د اروپا د تر ټولو لوی کتابتون ((برمنګم کتابتون)) پرانسته وکړه. د سوات ملالي يوسفزۍ پرنستونکې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې قلم او کتاب ترهګرۍ ته ماتې ورکولای شي.


قلمونه او کتابونه هغه وسلې ده چې ترهګرۍ ته ماتې ورکوي. د نړيوال امن د راوستلو او امن او خوشالې د خورولو يوازينۍ لاره د علم زده کړه ده)).

ملاله يوسفزۍ تېر کال د خېبر پښتونخوا په سوات کې د طالب وسله والو لخوا په ډزو وويشتل شول چې وروسته د درملنې لپاره د بريتانيې برمنګم ښار ته راوستل شول.

نوموړې اوس په برمنګم ته سبق وايي او په نږدې راتلونکې کې به يې د خپل ژوند په اړه ليکل شوی کتاب هم له چاپه راووځي.
XS
SM
MD
LG