د لاسرسي ځای

تازه خبر

تګاب: پر افغان ملي پوځ برید یو شمېر مړه ژوبل


د افغان دفاع وزارت وایې، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرار ګاه د وسله والو طالبانو په ډله ییزه حمله کې نن دوه سرتیري وژل شوي او درې سرتیري ټپیان دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري نن پر دوشنبه مشال راډيو ته وویل، چې په دې نښته کې څلور تنه بریدګر هم وژل شوي دي.


وسله و الو طالبانو نن سهار په یادي ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې قرارګاه مخې ته لومړۍ په چاودیدونکو موادو ډک موټر والوزوه او بیا وروسته د قرارګاه دننه له امنیتي کسانو سره و نښتل .

اخوا د کورنیو چارو وزارت وایې پولیسو دوه کسه چې غوښتل یې په کابل کې انتحاري حملې و کړي، نیولي دي.

ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري غونډي ته پدې اړه وویل:

ږغ /////

( دوه کسه انتحار کونکي چې پر ښارونو، امنیتي ځواکونو او ملکي مرکزونو باندي یې د حملو نیت درلود، د خدای په فضل او د استخبارتو د ریاست په هڅه و نیول شول. )

ښاغلی صدیقي وایې چې دا کسان په میدان وردګو او پکتیا ولایت کې نیول شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې یادو منسوبینو په شمال کې دوه ټنه چاودیدونکي مواد نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG