د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاف جنګي جنایت کړی، اتمر مبارزه، احمد زي زده کړې کولې


سرچینه: فارن پالیسي
لیکوال: جیفري اي سټرن
ژباړه: پامیر ساحل


په فارن پالیسي مجلې کې جیفري سټرن لیکي، د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په تناظر کې مختلف خلک خپل نظرونه ورکوي چې ولسمشر حامد کرزی به د کوم کاندید ملاتړ کوي.


په افغانستان کې انتخابات راتلونکی کال د اپرېل په میاشت کې کېږي.

په تېرو ورځو کې داسې ګنګوسې وې چې کرزی د راتلونکو انتخاباتو له پاره د عبدالرب رسول سیاف د نوماندۍ ملاتړ کوي. خو وروسته بیا رسنیو خبر ورکړ چې کرزي دا خبره رد کړې ده.

۶۷ کالن سیاف پخوانی جهادي قوماندان دی او پر ده په ۱۹۹۰ز لسیزې کې د کورنیو جګړو پر وخت د ډېرو کسانو د وژنې تور دی چې د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ یې جنګي جنایت بولي.

په ارګ ماڼۍ کې ځینې سرچینې وايي، ښايي ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ مرستیالو دوو نوماندانو د کاندیدۍ ملاتړ وکړي. دا دوه کسان د ولسمشرۍ لومړی مرستیال مارشال محمد قاسم فهیم او بل هغه یې حاجي محمد محقق دی. دا دواړه کسان هم په ۱۹۸۰ز کالونو کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو ضد جنګېدلي ول.

سټرن لیکي، ښه خبره دا ده چې په دوی کې یو هم دا چانس نه لري چې د کرزي له ملاتړه برخمن شي.

په لیکنه کې راغلي، تاجک او هزاره ګان به د سیاف ملاتړ د نوموړي د جګړو پخواني رېکارډ له کبله و نه کړي، همدا راز، دی د ښځو تر منځ هم د خوښې وړ نه دی او پوه، تعلیم یافته او پېشه ور پښتانه یې هم نه خوښوي.

لیکوال کاږي، ان دا چې د پښتنو په اکثریتي سیمو کې هم د سیاف ملاتړ کمزوری دی. په هغو سیمو کې دا فکر کېږي چې سیاف یو محدث یا دیني عالم خو دی مګر سیاستوال نه دی.

په لیکنه کې راغلي، دوه نور کاندیدان هم دي چې د افغانستان د راتلونکې ښه کولو له پاره ښه فکر لري. په دوی کې یو محمد حنیف اتمر دی او بل ډاکتر اشرف غني احمد زی.

اتمر د خپل هیواد درې وزارتونو مشر یا وزیر پاتې شوی دی او په ښه ډول یې دا ټول وزارتونه چلولي دي.

اشرف غني، یو اکاډیمیک سړی یا عالم دی، د ولسمشر مشاور پاتې شوی دی او داسې یو کس دی چې د افغانستان په څېر ورانو هیوادونو جوړولو په اړه یې کتاب هم لیکلی دی.

لیکوال جیفري سټرن زیاتوي، اتمر پخوا له کمیونسټانو سره ولاړ وو او د جهادیانو پر وړاندې یې مبارزه کوله.

سیاف د شوروي اتحاد او کمیونسټانو ضد جنګېده او اشرف غني هیڅ نه دی جنګېدلی.

احمدزي خپلې زده کړې کولې، په امریکا کې یې پي اېچ ډي وکړه او د پوهنتون استاد شو.
XS
SM
MD
LG