د پاکستان ستر عدالت مشر قاضي افتخار محمد چودري وايي، چې په بلوچستان کې د ځينو لا درکه شويو کسانو په معامله کې د امنيتي ځواک ايف سي خلاف ثبوتونه موجود دي.
نوموړي دا خبره پرون د پنجشنبې پر ورځ په بلوچستان کې د بدامنۍ په اړه له خپلې مخې اورېدنې پر مهال وکړه.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې افتخار چودري ويلي د عدالت لخوا پر احکاماتو عمل نه کيږي، د ده په وينا د لا درکو شويو کسانو مقدمې اورېدنه له ۲۰۱۰ کال راهيسې په سپريم کورټ کې روانه ده خو تر اوسه پورې دا مسله حل نه شوه.
د تري تم و کسانو د مقدمې اوريدنه په داسي حال کې کېږي چې په بلوچستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پيښي زياتې شوې دي او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.