د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کندهار زندان د برید سازش شنډ کړل شو


افغانستان کې د کندهار چارواکي وايي د دغه ولايت پر عمومي زندان يې د حملې منصوبه شنډه کړى ده او په دې تړاو يې لس کسيزه وسله واله ډله نيولې ده.


د کندهارد ولایت د مطبوعاتی دفتر مسول جاوید فیصل بیګاه مشال رېډیو ته وویل چی له نیول شویو کسانو نه د تحیقاتو پرمهال دا معلومه شوی چی د دغی حملی پلان له هیواده بهرجوړ شوې وو.

د کندهار په لوی زندان له دې مخکي هم دوه ځله وسله والو مخالفينو ډله ایزي حملې کړي چی هر ځل په سلګونه مجرمان او سياسي قېدیان ترې تښتېدلي دي.
XS
SM
MD
LG