د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور په اورګاډي کې چاودنه، یو ماشوم وژل شوی دی


نن له لاهوره کراچۍ ته په تلونکي يوه ټرېن يا اورګاډي، شالېمار ايکسپريس کې د پنجاب ټوبه ټېک سېنګ سره نېږدې چاودنه شوي چې په کې يو ماشوم مړ او ۱۶ ژوبل شويدي.

د پاکستان سرکاري ټې وي ترمخه په ژوبل شوو کسانو کې د دريو حالت مرګونی ښودل شوی. لا هم چا د دې بريد زمه واري نه ده منلي.

د يو بل خبر ترمخه تېره هفته د طالبانو په لاس د ډيره اسماعيل خان جیل د ماتیدو او له ۲۵۰ ډيرو قيديانو د خوشي کيدو وروسته د اسلام اباد پر مارګله غرونو او هوایې ميدان د ترهګريزو خطرونو له وجې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوې دي .

د نعيم په وينا دوی دغه ګامونه د داخه وزارت د هداياتو ترمخه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG