د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ځینو اسلامي هیوادونو کې سبا سفارتونه بند ساتي


واشنګټن - د امریکا متحده ایالات وایې، د یوه ګواښ وروسته یې په زیات شمېر اسلامي هیوادونو کې د اتوار پر ورځ د خپلو سفارتونو او کونسلګریو، د بندولو پرېکړه کړې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د زیارت په ورځ وویل، دا کار یې د زیات احتیاط په مقصد کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې (ماري هارف) د مالوماتو ورکولو پر مهال له هیواده دباندې امریکایې دفترونو ته د ګواښ خبره وکړه.

هارف د ګواښ په اړه زیاتې څرګندونې ونکړې او یوازې د امنیتي ملاحظاتو یادونه یې وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل، ځېنې سیاسي دفترونه ممکن له یوې ورځې زیات تړلي پاتې شي.

په زیات شمېر اسلامي هیوادونو کې د یکشنبې ورځ رسمې او کاري ورځ ده، خو په اروپا، لاتیني امریکا او نورو هیوادو کې د امریکا سفارتونه پر دې ورځ تړلي وي.

بل پلو جرمني او برتانیا هم ویلي چې دوی په موقتي ډول په یمن کې خپلې سفارت خانې تړي، د برتانیې حکومت په دغه هیواد کې اوسېدونکو برتانیوي وګړو ته غږ کړی چې هیواد ته دې ستانه شي، ځکه د القاعده تنظیم له خوا د بریدونو وېره لیدل کېږي.

واشنګټن د اګست په میاشت کې د القاعده تنظیم له خوا د بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG