د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د مجتبی پتنګ ملاتړ کې لاریون


"په ولسي جرګې کې یو شمیر کړیو د کورنیو چارو وزیر اهلیت او شخصیت نشو زغملای، نو ځکه يې د هغه د صلب صلاحیت کیدو پریکړه وکړه"

د خوست ولایتي شورا غړو او ځايي اوسیدونکو د یوې خبرې ناستې او په ښار کې د یو لاریون له لارې د ولسي جرګې د هغه پریکړې غندنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ څخه د ولسي جرګې د غړو له خوا د باور رایه بیرته واخیستل شوه او هغه له خپلې دندې رسما ګوښه کړ.


دوی ویل دا پریکړه په نا مناسب وخت کې له فکر پرته په بیړني ډول ترسره شوې او د کورنیو چارو وزیر د یوې سیاسي لوبې او توطیې قرباني شوی دی، دوی د هیواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه هم وغوښتل، چې د ولسي جرګې یاده پریکړه په جدي توګه وڅیړي.
د خوست ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار وویل دا پریکړه د هیواد په ډیر حساس وخت کې شوې او د ولسي جرګې استازي باید د دې پر ځای د خلکو او ولایتونو پر ستونزو خبرې وکړي، د شرایطو سره په برابرو ملي مسائیلو وغږیږي، نه دا چې هیواد په خپل لاس یو بل کړکیچ ته ورټیل وهي:

((تاسو دا راتلونکي انتخابات وګورئ، دا ۲۰۱۴ کال وګورئ، دا د رئیس جمهور له خارجیانو سره ناسمې اړیکې وګورئ، د کورنیو چارو وزیر داسې مسلکي سړی او د هیواد امنیتي مسوول د ولسي جرګې له خوا اسیضاح کول دا له ملت سره ظلم دی.
موږ په ستره محکمه دا غږ کوو، چې په دې اړه قوي تصمیم ونیسي ، څیړنه وکړي، دا له مخکې یوه جوړه شوې توطیه او دسیسه وه، د پارلمان محترم وکیلان باید د ولایتونو په ستونزو او مشکلاتو وغږیږي، نه دا چې ملت له یو بل بحران سره مخامخ کړي.))

د ولایتي شورا استازي داود شاه مکین زوی وویل، چې په ولسي جرګې کې یو شمیر کړیو د کورنیو چارو وزیر اهلیت او شخصیت نشو زغملای، نو ځکه يې د هغه د صلب صلاحیت کیدو پریکړه وکړه:

((خوست ولسونه په دې باندې خفه دي، چې مجتبی پتنګ یو مسلکي وزیر وو، کار پوهه او برلاسی وزیر وو، خو په تاسف سره باید ووایم، چې یو شمیر کړۍ چې په ولسي جرګه کې شته د خپلې تنګ نظرۍ له لاسه چې هغوی داسې شخص نه شو زغملای، د ده اهلیت او شخصیت يې نه شو زغملای په ډیره بیړه يې پریکړه کړې او هغه ته یې د صلب اعتماد رایه ورکړې ده.))

د ناستې او لاریون په پای کې د الحاج مراد خان منګل له خوا یو څلور ماده ییز پریکړه لیک ولوستل شو، چې په هغه کې د قضايي او عدلي ادارو څخه په کلکه غوښتنه شوې، چې یاده مسله وڅېړي او هم د هغو وکیلانو په اړه دې پریکړه وکړي، چې مجتبی پتنګ ورباندې مستند تورونه وارد کړل:

((د خوست ولایتي شورا د افغانستان د اسلامي دولت د جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزي دا دریځ او پریکړه ستايي، چې د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ يې بیرته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکه او له سترې محکمې يې وغوښتل چې د ولسي جرګې د وکیلانو له خوا د شوې عاجلانه پریکړې په اړه بر رسي وکړي.
د دغه ولایت ولسونه د افغانستان له ټولو عدلي او قضايي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له لوري په وکیلانو باندې تر سره شويو ادعاوو او تورنو په اړه په کلکه بررسي او څیړنه وکړي.))

د یادونې وړ ده وړمه ورځ په ننګرهار کې هم څه باندې سل تنو ځوانانو او د یو شمیر مدني ټولنو غړو د جلال اباد په ښار کې د ولسي جرګې پرضد غونډه او مظاهره ترسره کړه، دغو ځوانانو ویل د پارلمان زیاتره پریکړې او غونډې د خپلو شخصي ګټو د خوندي توب لپاره تر سره کیږي، نه د ملت لپاره.
XS
SM
MD
LG