د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغانستانه د ټولو عسکرو اېستل تاوان لري”


په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کننګهم
په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کننګهم

جېمز کننګهم دا څرګندونې وروسته له هغی کوي چې؛ په دې وروستیو کې دا خبره ډېره توده شوې چې؛ ګواکې امریکا د صفر پر انتخاب غور کوي.


په کابل کې د امریکا سفیر وایي، افغانان او د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه ټول امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي او له هغې وروسته امریکا په دې هېواد کې پوځي حضور ونه لري.


جېمز کننګهم دا څرګندونې وروسته له هغی کوي چې؛ په دې وروستیو کې دا خبره ډېره توده شوې چې؛ ګواکې امریکا د صفر پر انتخاب غور کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د عسکرو ایستل او په دې هېواد کې د هیڅ یوه امریکایي عسکر نه پریښودل د هیڅ یوه هېواد په ګټه نه ده.

د امریکا د سفارت له خوا په اعلامیه کې چې د سې شنبې د ورځې ناوخته خپره شوې جیمز کننګهم وویل، د صفر انتخاب یانې د هیڅ یوه عسکر نه پریښودل به هغه څه نه وي چې موږ یې غواړو.

د اعلامیې له مخې کننګهام دغه خبره له یو شمېرافغان مشرانو او چارواکو سره په کتنه کې کړې ده.

په افغانستان کې د هیڅ یوه عسکر د نه پاتې کیدو طرحه د روان کال په پیل کې د امریکا د ملي امنیت د مشاور مرستیال بین روډز راپورته کړه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې روانه میاشت خبر ورکړ چې؛ له ولسمشرحامد کرزي سره ترینګلې اړیکی به واشنګټن دې ته وهڅوي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل ګړندی کړي اواحتمالا په دې هېواد کې اوږد مهاله پوځي حضور ونه ساتي.

په کابل کې د امریکا د سفارت په اعلامیه کې د کننګهم له قوله ویل شوي چې؛ وایي، دوی فکرنه کوي چې افغانان یا د امریکا متحده ایالات داسې غواړي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین ډیمسي د تیرې دوشنبې په ورځ په کابل کې له ولسشمرحامد کرزي سره وکتل او هغه ورته وویل چې؛ دی په اصولو کې له دې سره موافق دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکایي عسکرد امنیتي تړون په چوکاټ کې په دې هیواد کې پاتې شي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ پرامنیتي تړون خبرې په قطرکې د طالبانو د دفترد پرانستلود رسوایی په خاطر د جون له میاشتې راهیسې په ټپه دریدلي دي.
XS
SM
MD
LG