د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ګڼ وسلوال نیول شوي او وژل شوي دي


خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی
خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی

ښاغلي باقي زوی وړاندې وویل، چې وړمه شپه ګډو ځواکونو د خوست د شمل دومنده او د پکتیا ولایت د وزي ولسوالیو تر منځ سیمه کې عملیات کړي،

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ پولیسو د یاد ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال اته تنه وسلوال له یو شمیر وسلو او مهاتو سره یو ځای نیولي دي، همدارنګه د، دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اتلس وسلوال وژل شوي دي.


خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی تیر ماښام له رسنیو سره د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې پولیسو د صبریو ولسوالۍ د صحرا کلي په ساحه کې خپلواک عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې اته تنه وسلوال د پولیسو له خوا د یو شمیر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي:

((زموږ د قوتونو نوموړي عملیات چې په مستقل ډول د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې ترسره شول، البته د صحرا کلي په ساحه کې، نو اته تنه وسلوال مخالفین د پولیسو له خوا ژوندي ونیول شول، همدارنګه له نیول شویو کسانو سره یو ځای یو میل پیکا ماشیندار، یو میل ګرازنوف، درې میله کلاشنکوف، په همدې توګه لاسي بمونه او د راکټ ګولۍ او یو عراده موټر د پولیسو لاس ته ورغلي، چې فعلاً زموږ سره موجود دي، هم مخالفین راسره موجود دي او هم هغه اسلحې او موټرې راسره موجودې دي.))

ښاغلي باقي زوی وړاندې وویل، چې وړمه شپه ګډو ځواکونو د خوست د شمل دومنده او د پکتیا ولایت د وزي ولسوالیو تر منځ سیمه کې عملیات کړي، چې په هغه کې اتلس وسلوال وژل شوي او د هغوی څخه یوه اندازه وسلې او وسایط هم امنیتي ځواکونو لاسته لویدلي دي:

((برايي شپه یانې شپاړسم پر اوولسم تاریخ باندې د دوه منده او وزي ځدراڼو ولسوالیو تر منځ چې کوم عملیات زموږ د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شول، په دې کې اتلس نفره مخالفین په شمول دې دوه نفرو قوماندانانو له منځه تللي دي، پدې عملیاتو کې لس میله پیکا ماشیندار، یو ضرب توپ دا تخریب شوي دي، یو هاوان او دوه عرادې پیکب موټر د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.))

خوست امنیه قوماندان مشال راډیو ته وویل، چې په وروستیو دوه اونیو کې يې د خوست په بیلابیلو سیمو کې وسلوالو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي، خو افغان ځواکونو ته په کې کوم زیان نه دی رسیدلی:

((په جریان د یوې یا دوه اونیو کې که زه ووایم، موږ سلګونه وسلوال د خوست په مربوطاتو کې یا د هوايي برید او یا هم د ځمکنیو عملیاتو په پایله کې له منځه وړي دي، حتا د موسی خیلو په سیمه کې، د تڼیو په سیمه کې، د صبریو او په همدې توګه د باک او نادرشاه کوټ په سیمو کې مخالفین له منځه تللي دي.
ددې تر څنګ په سلګونو میله سلاح یا تخریب او یا هم لاسته راغلې ده، الحمدالله زموږ امنیتي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان په دې عملیاتو کې نه دی اوښتی، زموږ عملیات په ډیر موفقانه بڼه دوام لري، موږ تل ویلي چې زموږه سره د خپلو خلکو او خپلو مشرانو همکاري راسره ده.))

د یادو عملیاتو په اړه تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د افغانستان په سویل ختیزه خوا کې د نا امنیو او وسلوالو نښتو رپوټونه ډیر شوي او د جګړې دواړه خواوې یو بل ته د ځاني او مالي زیان د اړولو دعوې کوي.
XS
SM
MD
LG