د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدلي منصور د مصر لنډمهالی ولسمشر شو


 عبدالفتاح السیسي د مصر لنډ مهالی مشر شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

عبدالفتاح السیسي د مصر لنډ مهالی مشر شو


د مصر اییني عدالت مشر عادل منصور د هیواد د لنډ مهالي ولسمشر په توګه دنده سمبالوي. بېګا د شپې مصري پوځ تر پراخو احتجاجونو وروسته محمد مرسي له دندې لرې کړ. د اسلامپاله ولسمشر پر ضد په میلیونونو خلک کوڅو ته راوتلي ول. د خپلې ټیلي وېژني وینا پر وخت د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السیسي وویل، مرسي د مصري ولس غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی وو.

نوموړي زیاته کړه.

((موږ هیله من وو چې د ملي خبرو اترو په ذریعه به یوې داسې نتیجې ته ورسېږو چې تاو تریخوالی به پای ته ورسي او مصري ولس ته به ثبات ورکړل شي. خو تېره شپه، د ۴۸ ساعتونو نېټې تر پای ته رسېدو مخکې د ولسمشر بیان د خلکو د غوښتنو ځواب نه وو. دې د هیواد وسله وال ځواکونه مجبوره کړل چې له ځینو ملي او سیاسي شخصیتونو او ځوانانو سره خبرې وکړي. د خبرو ګډونوال پر یوې کړنلارې سلا شول چې په کې داسې ابتدايي ګامونه هم شامل ول چې د مصر ټولنه پیاوړې او متحده کړل شي او په هیواد کې تاو تریخوالی او شخړه پای ته ورسول شي.))

تېره ورځ پوځ د اسلامپالو جوړ کړی اساسي قانون هم وځنډاوه او د نویو انتخاباتو وعده یې وکړه.

مصري سیاسي او مذهبي مشرانو او لوړ پوړو پوځي جنرالانو د السیسي د اعلان ملاتړ وکړ. د کوپټېک عیسویانو مشر پوپ ټاواډروس دویم او د مصر د ازادیپالي اپوزیشن مشر محمد البرادعي لنډ بیانونه ورکړل او و یې ویل چې د پوځ کړنلاره د بحران د هواري تر ټولو غوره لار وه.

د قاهرې په التحریر څلور لاره کې د خلکو لویو ډلو د پوځ د دې ګام ستاینه وکړه.

خلکو د ازاد، خپلواکه مصر زنده باد نارې وهلې.

مرسي او د ده ګوند اخوان المسلمین د پوځ ګام ((بشپړه کودتا)) بللې ده.

په میلیونونو مرسي ضد خلکو بېګا ټوله شپه جشن لمانځلی دی او په قاهرې کې او نورو ځایونو کې سرتېرو او پوځي ګاډو د اسلامپالو د مظاهرو محاصره کړې وه.

پر دې سربېره هم په ځینو ځایونو کې نښتې وشوې. اسلامپالو پر پولیس ډزې وکړې. په دې پېښو کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول.

د اخوان المسلمین یوه ویاند وویل، مرسي سره د ولسمشر ۱۲ سلا کارانو په کور کې بندی دي.

همدا راز، پوځ اعلان وکړ چې د اسلامپالو درې ټیلي وېژنونه یې تړلي دي.

په واشنګټن کې امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، په مصر کې د پوځ ګام په اړه ((زښت اندېښمن)) دی. ده وویل، امریکا په مصر کې د جمهوري منتخب حکومت ژر پر ځای کېدل غواړي. ده زیاته کړه چې حکومت یې د مصر له پاره د بهرنیو مرستو بیا کتنه کوي.

مرسي تېر کال د مصر لومړی منتخب ولسمشر شو. په ۲۰۱۱ز کال د عربي پاڅون په نتیجه کې د حسني مبارک حکومت ړنګ کړل شو او بیا مرسي انتخابات وګټل.

د مرسي د یو کال واکمنۍ پر وخت په مصر کې سیاسي ناکراري وه او اقتصاد خراب وو.

په مصر کې د پوځي کودتا د لاملونو او راتلونکې په اړه د مشال خبریال احمد شاه اعظمي په اسلام آباد کې د منځني ختيځ د چارو له کارپوه نجم الله برهاني سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې د مرسي مخالف ولس ولې يو کال وروسته راوپارېدلی او د نوموړي د ليرې کېدو غوښتنه يې وکړه؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG