دننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو کې ۱۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال مشال راډیو ته د اتوار په ورځ وویل:
له تېرو دوو ورځو راهېسې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه، چې په خبره یې نن سهار پای ته رسیدلې.
دی وايي چې په یادو نښتو کې ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۰ تنه يې ټپيان شوي دي. نوموړي خپلې غاړې ته دمالي او ځاني تلفاتو اوښتو په اړه څه ونه ويل.
د يادو نښتو په اړه تر دې دمه وسله والو طالبانو رسنيو ته ځه نه دي ويلي.