د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اندړو کې د طالبانو پر ضد عمليات روان دي



د افغانستان د غزني ولایت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يې له تېرو دوو ورځو راهيسې عمليات پيل کړي دي، چې لا اوس هم دوام لري. دوی وايي، تر اوسه پورې په عملياتو کې ديارلس تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې څلور طالبان نور ژوبل شوي هم دي.دوی وايي، دغه عمليات چې دا مهال د شيلګر په ابراهيمزو سيمه کې روان دي، پکې ملي اردو، ملي امنيت، ملي او سيمه ييزو پوليس برخه اخلي.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، په عملياتو کې د وسله والو سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي او موټر سايکلونه هم د سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

دی وايي، عمليات به تر هغو روان وي، چې سيمه له وسله والو نه وي پاکه شوې.

"دا دوه ورځې کېږي چې د بريمزو د بازار شاو خوا عمليات روان دي. ديارلس نفره طالبان پکې وژل شوي، څلور يې زخميان دي، شپږ موټر سايکل، يو راکټ يو ماين او يوه چانټه هم په دغو عملياتو کې پوليسو ته په لاس ورغلي دي."

دېسيوال وايي، په عملياتو کې افغان سرتېرو او عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
طالبان خپلې غاړې ته اوښتې مرګ نه مني او وايي، چې په شيلګر کې يې ملګرو پر دوو سيمه ييزو پوليس ماين ورچوولي، چې دواړه پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG